د پښتو ژبې د الفبې غږونه او توري دېرش او په دې ډول دي:
ا، ب، پ، ټ، ج، چ، څ، خ، د، ډ، ر، ړ، ز، ژ، ږ، س، ش، ښ، غ، ک، گ، ل، م، ن، ڼ، هـ، ي.
په دغو تورو کې دوه ويشت د پښتو او فارسي ترمنځ شريک دي او نور اته يواځې په پښتو کې راځي او په فارسي کې نه راځي او هغه دادي:
ټ، ډ، ړ، څ، ځ، ږ، ښ، ڼ.
د پښتو په دېرشو تورو کې شپږويشت جوپ او څلور کومکي يا غږيز توري دي. غږيز يا کومکي توري دادي:
ا، و، ه، ى.
په پښتو کې د عربي ژبې دغه لس توري هم په مستعار ډول په عربي کلمو کې استعمالېږي:
ث، ح، ذ، ص، ض، ط، ظ، ع، ف، ق.
په پښتو کې د الفبې د تورو مثالونه دادي:
اس، باغ، پلار، تود، ټولگى، جامې، چوکۍ، څراغ، خټکى، ځمکه، دېوال، ډوډۍ، رڼا، ړوند، زنه، ژبه، ږلۍ، سترگه، شپه، ښځه، کور، کوټه، لاس، مخ، نوم، کوڼ، ونه، يرغل.
(ليکوال: صديق الله رښتين، پښتو گرامر (ژب ښودنه)
Words:
الفبا alphabetic
غږونه Phonetics
توري Letters
کومکي supporting
مستعار borrowed
ټولگى class
ړوند blind
ږلۍ hailstone