Donate / مرسته وکړئ

Good! Want to donate? Your donation is for a cause. The biggest cause is to help Afghanistan to get built and devoloped  in every field of life. For any kind of donations, just write to ahhairan@gmail.com

11 Responses to “Donate / مرسته وکړئ”

  1. Naik Mohammad Says:

    i want help with this for pashto laguage

  2. Abdullah NIAZAI Says:

    Hi, please make all that we can read also a link that we can print or copy it, it will help as more.

  3. hassan Says:

    Hey i want to help all the worl people

    if they any kind of person
    xxx

  4. Dawar Lodin Says:

    Salaam
    If any one is interested in learning Pashto please visit http://www.youtube.com/LearnPashto There are over 110 videos to learn from.

    Peh darnawai

    Dawar Lodin

  5. haidar Says:

    د کابل پوهنتون د هغه مهال د ادبياتو پوهنځي د بشري علومو په څانګه کي د پوهيالي او پوهنيار په رتبه استاد. په ١٩٧٧ ميلادي کال د ډنمارک په آروس پوهنتون کي د لنډ مهال لپاره مېلمه پروفيسر. يو کال د امريکا د متحده ايالاتو په ستر پوهنتون بکلي کي استاد. اته کال د امريکا په مشهور پوهنتونن جانزهوپکنز کي استاد. لس کاله د نړيوال بانک د پاليسۍ او سټراتيژۍ جوړولو په برخه کي مهم مشر.

    د يادولو وړ ده چي په نړيوال بانک کي د کار پر مهال ښاغلي ډاکټر اشرف غني په لومړيو پنځو کلونو کي د ختيځي او سويلي آسيا د هيوادونو لپاره کار کاوه، او په پاته نورو پنځو کلونو کي يې د بېلابېلو نړيوالو چارو د سمون او په ځانګړي ډول د روسيې د اصلاحاتو په اړه د يادولو وړ کارونه ترسره کړل، چي ويل کېږي د روسيې د هر اړخيزي اقتصادي رغوني بهير يې خورا چټک کړ.

    ښاغلي ډاکټر محمداشرف غني د خپل هر اړخيز ژوند په اوږدو کي د نړۍ په لسګونو هيوادونو ته سفرونه کړي او د نړۍ په بېلابېلو برخو کي يې زيات شمېر اغېزمن کارونه کړي، چي د ټولو بيان يې په دې لنډه بيوګرافۍ کي ناشونى کار دئ. اما د ده د سفرونو په باب ښايي دا مهمه وي چي ووايو ډاکټر غني د ځوانۍ پر مهال د افغانستان ډېرو ليري پرتو سيمو ته پر آسونو، او نورو مروجو سپرليو او آن پر خپلو پښو سفرونه کړي او د دې هيواد په اړه يې هغه مهال ډېر اغېزمن تحقيقات ترسره کړي دي.

    ډاکټر غني د خپلو همعصرو څېړونکو په جمله کي يو له هغو کسانو څخه دئ، چي په انګرېزي ژبه يې د افغانستان په اړه ډېري ليکني کړي دي، او هغه مهال په ډېرو معتبرو سرچينو کي خپرې شوي دي.

    نوموړي خپلي لومړۍ علمي څېړني په افغانستان کي د اسلام د مبين دين د نفاذ، د ښځو حقوق او ټولنيز عدالت له موضوعاتو څخه پيل کړې او په دې باب يې ډېري ليکني وکړې.

    همدا راز يې په قبايلي ټولنه کي د اسلام او دولت جوړول تر سرليک لاندي يوه مفصله څېړنه وکړه.

    ورپسې يې د اسلامي شريعت په محکمه کي د شخړو هوارى، تر نامه لاندي موضوعات راوسپړل، چي د تحليل لپاره يې د عبدالرحمن خان د سلطنت لومړۍ لسيزه وټاکله او د کنړ ولايت د محکمې پر اسنادو يې څېړنه پيل کړه.

    تر دې وروسته يې د افغانستان پر معاصرو ادبياتو څېړنه وکړه او د دري ژبي د معاصري ادبي دورې په هکله يې معلومات راټول کړل، چي له علامه محمود طرزي څخه رانيولې د ثور تر کودتاه پوري يو شمېر عمده برخي يې څېړلي دي.

    د دې تر څنګ نوموړي د افغانستان پر اقتصاد، تاريخ او دولتي جوړښتونو باندي هم زيات شمېر مقالې ليکلي او خپرې کړي دي.

    د عملي څېړنو په لړ کي د ډاکټر غني يو بل ستر کار د افغانستان د څلور سوه کلن تاريخ په باب څېړنه ده، چي له پنځلسمي ميلادي پېړۍ څخه تر نولسمي ميلادي پېړۍ پوري ډېر موارد پکي تر څېړنيز پوښښ لاندي راغلي دي او پوره لس کاله پرې نوموړى بوخت و.

    ډاکټر اشرف غني د خپل علمي ژوندانه په بهير کي ګڼ شمېر نور آثار هم بشري ټولني ته وړاندي کړي، چي زيات شمېر يې د کتابونو ځيني يې د لکچرونو او ځيني يې په بېلابېلو فورمونو کي د پوهنتونونو د استادانو او محصلانو د استفادې وړ ګرځېدلي دي.

    په دې وروستيو کي يې يو کتاب (ناکام دولتونه او د هغو د کاميابۍ تګلار) تر سرليک لاندي د انګلستان د اکسفورډ پوهنتون له خوا په اروپا او امريکا کي خپور شو، چي د نړيوالو مطبوعاتو له لاري پرې تاوده بحثونه تر سره شول.

    ښاغلي ډاکټر غني د ٢٠٠١ ميلادي کال د سپټمبر له يوولسمي وروسته چي په افغانستان کي د يوې بلي بېساري غميزي د راپېښېدو وېره وه، له نړيوال بانک څخه بې معاشه رخصتي واخيسته او په آزادو مطبوعاتو کي يې يو لړ مقالې چاپ کړې او په لسګونو مرکې يې نشر ته وړاندي شوې.

    په داسي حال کي چي نړۍ د افغانستان په اړه له ژور تشويش سره مخامخ وه د ملګرو ملتونو د هغه وخت سر منشي ښاغلي کوفي عنان له ښاغلي ډاکټر غني څخه غوښتنه وکړه چي د افغان مسئلې د حل لاري د موندلو په منظور دي د دې سازمان له يوه لوړ پوړي چارواکي او د افغانستان لپاره د با صلاحيته استازي ښاغلي لخضر ابراهيمي سره د ځانګړي سلاکار په توګه په کار پيل وکړي، ډاکټر غني دا وړانديز ومانه او د همدې پرله پسې هڅو په نتيجه کي وتوانېدئ، چي د بن د موافقې په ترتيب کي ونډه واخلي او نړۍ وپوهوي چي افغانان کولاى شي د خپل عنعنوي دود يعني لويي جرګې په چوکاټ کي ورپېښي ستونزي آواري کړي او له هغه سيمه ييز ګروپ څخه چي د ټول هيواد استازيتوب نه شي کولاى قدرت د همدې ميکانيزم (جرګې) له لاري ملت ته انتقال کړاى شي، چي د همدې پوهاوي په نتيجه کي د مراحلو ټاکنه وشوه او ور پسې موقته اداره منځته راغله.

    ښاغلي ډاکټر اشرف غني احمدزي د موقتي ادارې تر ختمېدو يوه مياشت وروسته د افغانستان لسو ولايتونو ته کاري سفرونه وکړل او روان حالات يې تر څېړني لاندي ونيول، په همدې وخت کي يې د افغانستان د هغه مهال د ادارې په غوښتنه د ملګرو ملتونو د سازمان او نړيوال بانک ته استعفا ورکړه او له هر ډول مالي امتياز پرته د ولسمشر ځانګړى سلاکار مقرر شو.

    يوه موده يې په پوره برياليتوب دا دنده پر مخ يوړه او وروسته بيا په افغانستان کي د مرستو د انسجام د ادارې مشر وټاکل شو، ښاغلي غني په دې اداره کي د پام وړ کارونه سرته ورسول، د ساري په توګه ويلاى شو چي لومړى يې د ملي بيا رغوني سر تاسري بنسټونه او اصول وټاکل، ورپسې يې د هغه کال د حمل په مياشت کي د مرستو د جذب نړيوال کنفرانس ته چي په کابل کي جوړېدئ تيارى ونيوئ، په دې کنفرانس کي ډاکټر غني نړيوالو ته د افغانستان د حکومت او خلکو لومړيتوبونه په ګوته کړل او يوه سالمه مهالنۍ تګلاره يې وړاندي کړه.

    تر کنفرانس وروسته نوموړى د يادي شوي ادارې له خوا بېړنۍ لويي جرګې ته د ماليې د وزير په توګه وپېژندل شو، چي جرګې دا وړانديز ومانه او ښاغلى ډاکتر اشرف غني د انتقالي دورې د ماليې د وزير په حيث مقرر شو.

    دا وخت د افغانستان مالي او پولي سياست جګړو دومره ځپلى و، چي د نړۍ په کوم بل هيواد کي يې سارى نه شو ليدل کېداى، خو ډاکټر غني وتوانېده چي د ګمرکونو او عوايدو په مرکزي کولو کي د امنيت شورا فيصله يوازي په شپږو اونيو کي عملي کړي او د پولي او مالي سياست په برخه کي بنسټيز اصلاحات رامنځته کړي. د دې ترڅنګ يې د هيواد عمده ولايتونو ته سفرونه وکړل او د ملي پيوستون، مخابراتو او صحي پروګرامونو په ترتيب او له نورو وزارتونو سره د اړيکو په تنظيم کي يې اغېزمن رول ولوباوه، د هيواد په دننه کي يې د مالي چارو د تنظيم په موخه کاري پلانونه ترتيب کړل او له هيواده بهر يې هم د نړۍ د خبرولو لپاره د يادولو وړ ګامونه واخيستل، چي يو مهم کار يې د توکيو کنفرانس لپاره افغان دولت ته د يوې داسي بيانيې او پروګرام تيارول و چي نړۍ يې له افغانستان سره د مرستي کولو ته قانع کړه. ورپسې د برلين د کنفرانس وار راغئ، او دا وخت نړۍ غوښتل افغانستان ته يوازي يو ميليارډ ډالره مرسته ورکړي، اما د وخت د ماليې د وزير پرله پسې هڅي وې چي نړۍ حاضره شوه، په هماغه کنفرانس کي له افغان حکومت سره د ٢، ٨ ميليارډو ډالرو مرستي ژمنه وکړي، په عين حال کي نړۍ دا هم ومنله چي په افغانستان کي ٥، ٢٦ ميليارډو ډالرو بهرنۍ پانګوني ته اړتيا ده، د افغانستان په ټول تاريخ کي دا يو بېسارى کنفرانس و چي يو نېستمن او جګړه ځپلي هيواد وکولاى شول، خپل د بيا رغوني پروګرامونه وړاندي کړي او نړۍ پرې قانع کړي.

    د پورتنيو ښو کارنامو په پايله کي په ٢٠٠٣ ميلادي کال ښاغلى ډاکټر غني د آسيا د ممتاز او کامياب ماليې وزير په توګه وپېژندل شو، چي د کال د وزير جايزه يې هم ترلاسه کړه. وروسته د انتقالي دولت دوره پايى ته ورسېده، خو ډاکټر محمداشرف غني ونه غوښتل چي په بله کابينه کي ګډون وکړي او د لوړو زدکړو د بهير د اصلاح په منظور يې د کابل پوهنتون د بيا رغوني چارو ته مخه کړه. پوره يو کال يې د کابل پوهنتون له استادانو او محصلينو سره کاري ليدني کتني وکړې او په دې چوکاټ کي يې د اساسي جوړوني پايله ترلاسه کړه، چي يوه اندازه لومړنۍ او ضروري مرستي ترلاسه شوې.

    ډاکټر اشرف غني احمدزى په ٢٠٠٦ کال د نړيوالو مطبوعاتو له لاري د ملګرو ملتونو د عمومي سرمنشي د کانديد مرحلې ته د سرمنشي په توګه مطرح شو او بيا د افغان حکومت له خوا دا وړانديز رسماً هغې ادارې ته وړاندي شو.

    په ٢٠٠٧ کال د ده نوم بين المللي مطبوعاتو د نړيوال بانک د رئيس په حيث وړاندي شو.

    نوموړى چي تېر دوه کاله په سفرونو بوخت و، په يو شمېر نړيوالو مواردو کي يې څېړني ترسره کړې، چي همدا اوس يې د (ناکام دولتونه او د هغوى د کاميابۍ تګلاره) تر سرليک لاندي يو کتاب له چاپه راوتلى او په نړيواله کچه د ډېرو سترو علمي او تحقيقاتي مراکزو او مطبوعاتو له خوا پرې بحث روان دئ.

    ډاکټر غني په تېرو دوو کلونو کي د نړيوالو موسساتو په غوښتنه د سوډان، کوسوو او نيپال دولتونو ته مشورې ورکړي دي.

    همدا راز ډاکټر اشرف غني احمدزی له يوې بلي تحقيقاتي او مشورتي موسسې سره چي د معاصرو دولتونو جوړېدو د ادارې په نامه منځته راغلې دنده پر مخ يوړه، دا موسسه د کاميابو دولتونو هغه تجربې او تګلاري چي د ناکامو دولتونو له ځينو شرايطو سره سمون خوري او ناکام دولتونه ورته اړتيا لري، تر څېړني لاندي نيسي.

    دا چي ډاکټر غني احمدزی په تېرو څلورو کلونو کي له دولته بهر و په ډېرو نړيوالو کمېسيونونو کي يې برخه اخيستې چي له هغې جملې څخه يو د ملګرو ملتونو د قانون له نظره د بېوزلو خلکو بسيا کول نومېږي. په دې موده کي نوموړى د امريکې د وکيلانو د نړيوال عدالت په پروګرام کي د قانون د حاکميت د پروژې د عالي مشورتي کمېټې غړى و، همدا رنګه د بروکنګ د موسسې (په نړۍ کي د امن او سولي د راتګ) د پروژې د عالي کمېټې غړيتوب يې هم درلود. او د دې په خوا کي يې نوري ډېري بشري چاري هم سرته رسولي چي د ټولو بيانول په دې لنډه ليکنه کي ناممکن دي.

    ښايي دا ساده مسئله نه وي چي ښاغلي غني لس کاله د افغانستان په څلور سوه کلن تاريخ او تېرو هېرو واقعاتو پسي پلټنه کوله او تر دې وروسته يې بيا د دغه زخمي هيواد د زخمونو د درمان لپاره تر خپله وسه لسيزي مبارزه کوله، بلکي د دې هڅي او تلاښ تر شا يو فکر پروت دئ، چي ښاغلى غني به هيڅ وخت آرام ته پرېنږدي. دا پټ او غلى احساس هغه دردوونکى کيفيت دئ، چي د شلمي پېړۍ ستر افغان جناب الفت يې هم آرام ته نه پرېښوده ويل به يې:

    يو پټ غلى احساس دئ چي آرام مي نه پرېږدي

    پر اور مي کړوي، لکه چي خام مي نه پرېږدي

    ډاکټر غني د افغاني ټولني له روايت او ثقافت څخه الهام اخيستى و، چي کلونه يې د دې ټاټوبي د صوفيه کرامو د پېښليک او ژوند او اند په راسپړنه تېر کړل، او لا تر اوسه هم د دې هيواد په اساسي مطالعه او څېړنه بوخت دئ.

    [سمادول] لاس ته راوړنې
    همدا راز سږکال د امريکا د تفت پوهنتون ښاغلي ډاکټر اشرف غني ته د نړ ېوال وطنوال تر عنوان لاندي د نړۍ ډېره ممتازه جايزه ورکړه، بايد وويل شي چي دا جايزه د نړۍ ډېرو کمو خلکو اخيستې، چي دا ځل يې يو افغان پروفيسر په اخيستو ونمانځل شو.

  6. Asad khan Says:

    im a master of pashto litriture.

    i want teach pashto .

  7. Asad khan Says:

    i m master of pashto . i want to teach pashto.

  8. Irfan ullah khan Says:

    nan saba haga shairan wale na pada kege raweekh ke haga haga asal pokhtoon da noom pa aoredo ye pa khalko zalzala rashe afsos che halato da waje ma taleem hasil na kre sho ao rosto pate shom da staso tolo wroruron na me zra der khoshal sho che taso sara da pokhto ahsas kho shta ,za koshish kom che sa aoleekam ko aqal me kam ao rafta me kam de taso zama da sher aogorai ao ma ta aowaiay che za leekalae sham ao ka na ,, pa apso bande ka jwand she teredale ,, zama umer de janan sanga ye wakhlam ,, noom da yar da salor tako majmua da ,, kho jor shawe rata gran sanga ye wakhlam ,,

  9. Irfan ullah khan Says:

    pa paso bande ka jwand she teredale , zama umer de janan sanga ye wakhlam , noom da yaar da salor tako majmua da , ko jor shawe rata gran sanga ye wakhlam

  10. anwarzaib Says:

    za hum youe pakhtoon yeem sta shiriy me oukitali deer khoushalm shom

Leave a Reply