کومکي غږونه

August 3, 2007

کومکي غږونه په پښتو کې پر دوه ډوله دي:

يو ډول يې خوځندې او بل ډول يې خج توري دي.

موږ ټول اصلي توري ددغو غږونو په کومک او مرسته وايو، ولې چې اصلي يا چوپ توري بې د کومکي غږونو له مرستې نه ويل کېږي. په پښتو کې دغه وروسته خوځندي موجود دي :
الف = زور، لکه: ور، غر، غږ.

ب = زور، لکه: شل، وچ، مچ.

ج – زېر: دا خوځندى اوس د پښتو کلمو په سر کې نه راځي او په دخيلو کلمو کې استعمالېږي لکه : گل، بل، عالم.

د – پېښ: دا خوځندى هم د پاړسي او عربي په دخيلو کلمو کې راځي. لکه: مل، تجاهل.

ه – په پښتو کې کله کله په يو نيم حرکت باندې د اواز زيات فشار او زور راځي، چې هغه ته خج وايي.

د خج په راتلو د يوې کلمې معنې له بلې څخه توپير پېدا کوي. لکه: غوټه. که د اواز زور په اوله څپه يعنې (غ) راشي، د ((گره)) معنى ورکوي او که په دوهمه څپه، يعنې ((ټ)) راشي نو د غوټه معنى لري.

يا لکه (بډ) که خج په ((ب)) راشي، د رنګ معنى ورکوي او که په ((ډ)) راشي، د پر مرغ معنى لري.

غړوندى (سکون) په پښتو کې دغه وروسته قاعدې لري.

الف – په پښتو کې په ساکن توري باندې پېل کول روا دي او د نيم حرکت په ډول ويل کېږي، لکه : سپوږمۍ، لمر، پسرلى، نښه.

ب – په پښتو کې تر درې ساکنو پورې هم يو ځاى راتلاى شي، مگر په دې شرط چې لومړى ساکن يې يو کومکي تورى وي، لکه : مياشت، څلوېښت، پنځوس.

(ليکوال: صديق الله رشتين، کتاب : پښتو گرامر)

Some words:

کومکي  supporting

غږونه voices (غږ voice)

خج accent

توپير difference