Learn Pashto Writing and Speaking

March 4, 2008

As a language learner need so much and different resources to learn fleunt writing and speaking, unfortunately, there is a lack of these much resources on the internet to learn Pashto. Some websites and softwares are available as I have written about in my previous posts, yet a learner, beginner and advance level, needs real practice.

I have started to teach Pashto through regular lessons by email, chat on skype and  phone conversations for low fees. For those who want to improve their reading and writing skill want to practice their speaking skills can contact anytime.

Also contact for translating books, phmaplets, documents, ads, etc from English into Pashto and Urdu and vice versa. And other information on Pashto, Pashtoons, Pashto books and Pashto literature.

For more details please contact on ahhairan@gmail.com


Prominent journalist killed

August 4, 2007

د امريکا د کاليفورنيا ايالت پوليسو ويلي چې اوه پنځوس کلن چانسى بايلي د يو نامعلوم وسله وال تن لخوا د آکلنډ په سيمه کې په رڼا ورځ په ګوليو وويشتل شو او ووژل شو.

د پوليسو له مخې ښاغلى بايلي د سيمې يو ياد او نامتو ژورنالست و او خپل کار ته روان و چې يو وسله وال د شا لخوا يو ډز په ملا او بل په سر وويشتو.

د وژل شوي ژورنالست نژدې دوستان وايي چې هغه يو ډېر زړه ور ليکوال او رپورټر و او تل به يې د رشوت او فساد پر ضد لړزونکې ليکنې او خبرې کولې.

پوليس وايي چې په دې وروستيو کې هغه د آکلنډ پوسټ په نامه د سيمې تر ټولو سترې ورځپاڼې مسئول ټاکل شوى و.

By Tolafghan

Words:

وسله وال armed

زړه ور brave

ټاکل شوى appointed


New serial ‘Palwasha’ will go on air.

July 21, 2007

د ( پلوشې )  په نوم  په ١٥  قسطونو کې جوړ افغاني ټلويزيوني سريال به ډېر ژر نندارې ته وړاندې شي .
 
پلوشه ،  د طالبانو د امارت له نسکورېدو څخه وروسته په هېواد کې لومړنى ټلويزيوني سريال دى .
 
سريال د پلوشې په نوم د يوې کليوالې افغانې نجلۍ په ژوند راڅرخي ،  چې هغه وروسته د حقوقو پوهنځى لولي او بيا په خپل ولايت کې د قاضي په توګه کار کوي.
 دغه سريال د آينې دفتر په مالي لګښت جوړ شوى دى .
 
www.pajhwok.com

Words:

قسطونو episodes (قسط episode)

سريال serial

نندارې exhibition

قاضي judge


کوچيان د ولسمشر په امر له بهسودو ووځي

July 18, 2007

د بهسودو ولسوالۍ د کوچيانو استازو اعلان وکړ چې د يوې اونۍ په ترڅ کې به له دې ولسوالۍ څخه ووځي.
دوى دغه پرېکړه وروسته له هغه کوي چې ولسمشر حامد کرزي له دې ولسوالۍ څخه په موقت ډول د کوچيانو د وتلو غوښتنه وکړه.

د يوې مياشتې راهيسې د مېدان وردگ ولايت د بهسودو په ولسوالۍ کې د کوچيانو او ځايي هزاره اوسېدونکو ترمنځ د مځکو پر سر شخړه روانه ده چې له امله يې په بېلابېلو نښتو کې څلور تنه مړه او تر لسو ډېر زخميان شوي دي.

د بهسودو ولسوالۍ هزاره اوسېدونکي ادعا کوي چې کوچيان يې د ځمکو د لاندې کولو هڅې کوي، خو کوچيان وايي دغه سيمه له څو لسيزو راهيسې د دوى دوبنى څړ ځاى دى.

Words:

ولسوالي district

کوچيان nomads (کوچى nomad)

استازو representatives (استازى representative)

ولسمشر president

شخړه dispute

دوبنى of summer (دوبى summer)

ځړځاى pasture, a meadow, grazing ground