Donate / مرسته وکړئ

Good! Want to donate? Your donation is for a cause. The biggest cause is to help Afghanistan to get built and devoloped  in every field of life. For any kind of donations, just write to ahhairan@gmail.com

46 Responses to Donate / مرسته وکړئ

  1. i want help with this for pashto laguage

  2. Abdullah NIAZAI says:

    Hi, please make all that we can read also a link that we can print or copy it, it will help as more.

  3. hassan says:

    Hey i want to help all the worl people

    if they any kind of person
    xxx

  4. Dawar Lodin says:

    Salaam
    If any one is interested in learning Pashto please visit http://www.youtube.com/LearnPashto There are over 110 videos to learn from.

    Peh darnawai

    Dawar Lodin

  5. haidar says:

    د کابل پوهنتون د هغه مهال د ادبياتو پوهنځي د بشري علومو په څانګه کي د پوهيالي او پوهنيار په رتبه استاد. په ١٩٧٧ ميلادي کال د ډنمارک په آروس پوهنتون کي د لنډ مهال لپاره مېلمه پروفيسر. يو کال د امريکا د متحده ايالاتو په ستر پوهنتون بکلي کي استاد. اته کال د امريکا په مشهور پوهنتونن جانزهوپکنز کي استاد. لس کاله د نړيوال بانک د پاليسۍ او سټراتيژۍ جوړولو په برخه کي مهم مشر.

    د يادولو وړ ده چي په نړيوال بانک کي د کار پر مهال ښاغلي ډاکټر اشرف غني په لومړيو پنځو کلونو کي د ختيځي او سويلي آسيا د هيوادونو لپاره کار کاوه، او په پاته نورو پنځو کلونو کي يې د بېلابېلو نړيوالو چارو د سمون او په ځانګړي ډول د روسيې د اصلاحاتو په اړه د يادولو وړ کارونه ترسره کړل، چي ويل کېږي د روسيې د هر اړخيزي اقتصادي رغوني بهير يې خورا چټک کړ.

    ښاغلي ډاکټر محمداشرف غني د خپل هر اړخيز ژوند په اوږدو کي د نړۍ په لسګونو هيوادونو ته سفرونه کړي او د نړۍ په بېلابېلو برخو کي يې زيات شمېر اغېزمن کارونه کړي، چي د ټولو بيان يې په دې لنډه بيوګرافۍ کي ناشونى کار دئ. اما د ده د سفرونو په باب ښايي دا مهمه وي چي ووايو ډاکټر غني د ځوانۍ پر مهال د افغانستان ډېرو ليري پرتو سيمو ته پر آسونو، او نورو مروجو سپرليو او آن پر خپلو پښو سفرونه کړي او د دې هيواد په اړه يې هغه مهال ډېر اغېزمن تحقيقات ترسره کړي دي.

    ډاکټر غني د خپلو همعصرو څېړونکو په جمله کي يو له هغو کسانو څخه دئ، چي په انګرېزي ژبه يې د افغانستان په اړه ډېري ليکني کړي دي، او هغه مهال په ډېرو معتبرو سرچينو کي خپرې شوي دي.

    نوموړي خپلي لومړۍ علمي څېړني په افغانستان کي د اسلام د مبين دين د نفاذ، د ښځو حقوق او ټولنيز عدالت له موضوعاتو څخه پيل کړې او په دې باب يې ډېري ليکني وکړې.

    همدا راز يې په قبايلي ټولنه کي د اسلام او دولت جوړول تر سرليک لاندي يوه مفصله څېړنه وکړه.

    ورپسې يې د اسلامي شريعت په محکمه کي د شخړو هوارى، تر نامه لاندي موضوعات راوسپړل، چي د تحليل لپاره يې د عبدالرحمن خان د سلطنت لومړۍ لسيزه وټاکله او د کنړ ولايت د محکمې پر اسنادو يې څېړنه پيل کړه.

    تر دې وروسته يې د افغانستان پر معاصرو ادبياتو څېړنه وکړه او د دري ژبي د معاصري ادبي دورې په هکله يې معلومات راټول کړل، چي له علامه محمود طرزي څخه رانيولې د ثور تر کودتاه پوري يو شمېر عمده برخي يې څېړلي دي.

    د دې تر څنګ نوموړي د افغانستان پر اقتصاد، تاريخ او دولتي جوړښتونو باندي هم زيات شمېر مقالې ليکلي او خپرې کړي دي.

    د عملي څېړنو په لړ کي د ډاکټر غني يو بل ستر کار د افغانستان د څلور سوه کلن تاريخ په باب څېړنه ده، چي له پنځلسمي ميلادي پېړۍ څخه تر نولسمي ميلادي پېړۍ پوري ډېر موارد پکي تر څېړنيز پوښښ لاندي راغلي دي او پوره لس کاله پرې نوموړى بوخت و.

    ډاکټر اشرف غني د خپل علمي ژوندانه په بهير کي ګڼ شمېر نور آثار هم بشري ټولني ته وړاندي کړي، چي زيات شمېر يې د کتابونو ځيني يې د لکچرونو او ځيني يې په بېلابېلو فورمونو کي د پوهنتونونو د استادانو او محصلانو د استفادې وړ ګرځېدلي دي.

    په دې وروستيو کي يې يو کتاب (ناکام دولتونه او د هغو د کاميابۍ تګلار) تر سرليک لاندي د انګلستان د اکسفورډ پوهنتون له خوا په اروپا او امريکا کي خپور شو، چي د نړيوالو مطبوعاتو له لاري پرې تاوده بحثونه تر سره شول.

    ښاغلي ډاکټر غني د ٢٠٠١ ميلادي کال د سپټمبر له يوولسمي وروسته چي په افغانستان کي د يوې بلي بېساري غميزي د راپېښېدو وېره وه، له نړيوال بانک څخه بې معاشه رخصتي واخيسته او په آزادو مطبوعاتو کي يې يو لړ مقالې چاپ کړې او په لسګونو مرکې يې نشر ته وړاندي شوې.

    په داسي حال کي چي نړۍ د افغانستان په اړه له ژور تشويش سره مخامخ وه د ملګرو ملتونو د هغه وخت سر منشي ښاغلي کوفي عنان له ښاغلي ډاکټر غني څخه غوښتنه وکړه چي د افغان مسئلې د حل لاري د موندلو په منظور دي د دې سازمان له يوه لوړ پوړي چارواکي او د افغانستان لپاره د با صلاحيته استازي ښاغلي لخضر ابراهيمي سره د ځانګړي سلاکار په توګه په کار پيل وکړي، ډاکټر غني دا وړانديز ومانه او د همدې پرله پسې هڅو په نتيجه کي وتوانېدئ، چي د بن د موافقې په ترتيب کي ونډه واخلي او نړۍ وپوهوي چي افغانان کولاى شي د خپل عنعنوي دود يعني لويي جرګې په چوکاټ کي ورپېښي ستونزي آواري کړي او له هغه سيمه ييز ګروپ څخه چي د ټول هيواد استازيتوب نه شي کولاى قدرت د همدې ميکانيزم (جرګې) له لاري ملت ته انتقال کړاى شي، چي د همدې پوهاوي په نتيجه کي د مراحلو ټاکنه وشوه او ور پسې موقته اداره منځته راغله.

    ښاغلي ډاکټر اشرف غني احمدزي د موقتي ادارې تر ختمېدو يوه مياشت وروسته د افغانستان لسو ولايتونو ته کاري سفرونه وکړل او روان حالات يې تر څېړني لاندي ونيول، په همدې وخت کي يې د افغانستان د هغه مهال د ادارې په غوښتنه د ملګرو ملتونو د سازمان او نړيوال بانک ته استعفا ورکړه او له هر ډول مالي امتياز پرته د ولسمشر ځانګړى سلاکار مقرر شو.

    يوه موده يې په پوره برياليتوب دا دنده پر مخ يوړه او وروسته بيا په افغانستان کي د مرستو د انسجام د ادارې مشر وټاکل شو، ښاغلي غني په دې اداره کي د پام وړ کارونه سرته ورسول، د ساري په توګه ويلاى شو چي لومړى يې د ملي بيا رغوني سر تاسري بنسټونه او اصول وټاکل، ورپسې يې د هغه کال د حمل په مياشت کي د مرستو د جذب نړيوال کنفرانس ته چي په کابل کي جوړېدئ تيارى ونيوئ، په دې کنفرانس کي ډاکټر غني نړيوالو ته د افغانستان د حکومت او خلکو لومړيتوبونه په ګوته کړل او يوه سالمه مهالنۍ تګلاره يې وړاندي کړه.

    تر کنفرانس وروسته نوموړى د يادي شوي ادارې له خوا بېړنۍ لويي جرګې ته د ماليې د وزير په توګه وپېژندل شو، چي جرګې دا وړانديز ومانه او ښاغلى ډاکتر اشرف غني د انتقالي دورې د ماليې د وزير په حيث مقرر شو.

    دا وخت د افغانستان مالي او پولي سياست جګړو دومره ځپلى و، چي د نړۍ په کوم بل هيواد کي يې سارى نه شو ليدل کېداى، خو ډاکټر غني وتوانېده چي د ګمرکونو او عوايدو په مرکزي کولو کي د امنيت شورا فيصله يوازي په شپږو اونيو کي عملي کړي او د پولي او مالي سياست په برخه کي بنسټيز اصلاحات رامنځته کړي. د دې ترڅنګ يې د هيواد عمده ولايتونو ته سفرونه وکړل او د ملي پيوستون، مخابراتو او صحي پروګرامونو په ترتيب او له نورو وزارتونو سره د اړيکو په تنظيم کي يې اغېزمن رول ولوباوه، د هيواد په دننه کي يې د مالي چارو د تنظيم په موخه کاري پلانونه ترتيب کړل او له هيواده بهر يې هم د نړۍ د خبرولو لپاره د يادولو وړ ګامونه واخيستل، چي يو مهم کار يې د توکيو کنفرانس لپاره افغان دولت ته د يوې داسي بيانيې او پروګرام تيارول و چي نړۍ يې له افغانستان سره د مرستي کولو ته قانع کړه. ورپسې د برلين د کنفرانس وار راغئ، او دا وخت نړۍ غوښتل افغانستان ته يوازي يو ميليارډ ډالره مرسته ورکړي، اما د وخت د ماليې د وزير پرله پسې هڅي وې چي نړۍ حاضره شوه، په هماغه کنفرانس کي له افغان حکومت سره د ٢، ٨ ميليارډو ډالرو مرستي ژمنه وکړي، په عين حال کي نړۍ دا هم ومنله چي په افغانستان کي ٥، ٢٦ ميليارډو ډالرو بهرنۍ پانګوني ته اړتيا ده، د افغانستان په ټول تاريخ کي دا يو بېسارى کنفرانس و چي يو نېستمن او جګړه ځپلي هيواد وکولاى شول، خپل د بيا رغوني پروګرامونه وړاندي کړي او نړۍ پرې قانع کړي.

    د پورتنيو ښو کارنامو په پايله کي په ٢٠٠٣ ميلادي کال ښاغلى ډاکټر غني د آسيا د ممتاز او کامياب ماليې وزير په توګه وپېژندل شو، چي د کال د وزير جايزه يې هم ترلاسه کړه. وروسته د انتقالي دولت دوره پايى ته ورسېده، خو ډاکټر محمداشرف غني ونه غوښتل چي په بله کابينه کي ګډون وکړي او د لوړو زدکړو د بهير د اصلاح په منظور يې د کابل پوهنتون د بيا رغوني چارو ته مخه کړه. پوره يو کال يې د کابل پوهنتون له استادانو او محصلينو سره کاري ليدني کتني وکړې او په دې چوکاټ کي يې د اساسي جوړوني پايله ترلاسه کړه، چي يوه اندازه لومړنۍ او ضروري مرستي ترلاسه شوې.

    ډاکټر اشرف غني احمدزى په ٢٠٠٦ کال د نړيوالو مطبوعاتو له لاري د ملګرو ملتونو د عمومي سرمنشي د کانديد مرحلې ته د سرمنشي په توګه مطرح شو او بيا د افغان حکومت له خوا دا وړانديز رسماً هغې ادارې ته وړاندي شو.

    په ٢٠٠٧ کال د ده نوم بين المللي مطبوعاتو د نړيوال بانک د رئيس په حيث وړاندي شو.

    نوموړى چي تېر دوه کاله په سفرونو بوخت و، په يو شمېر نړيوالو مواردو کي يې څېړني ترسره کړې، چي همدا اوس يې د (ناکام دولتونه او د هغوى د کاميابۍ تګلاره) تر سرليک لاندي يو کتاب له چاپه راوتلى او په نړيواله کچه د ډېرو سترو علمي او تحقيقاتي مراکزو او مطبوعاتو له خوا پرې بحث روان دئ.

    ډاکټر غني په تېرو دوو کلونو کي د نړيوالو موسساتو په غوښتنه د سوډان، کوسوو او نيپال دولتونو ته مشورې ورکړي دي.

    همدا راز ډاکټر اشرف غني احمدزی له يوې بلي تحقيقاتي او مشورتي موسسې سره چي د معاصرو دولتونو جوړېدو د ادارې په نامه منځته راغلې دنده پر مخ يوړه، دا موسسه د کاميابو دولتونو هغه تجربې او تګلاري چي د ناکامو دولتونو له ځينو شرايطو سره سمون خوري او ناکام دولتونه ورته اړتيا لري، تر څېړني لاندي نيسي.

    دا چي ډاکټر غني احمدزی په تېرو څلورو کلونو کي له دولته بهر و په ډېرو نړيوالو کمېسيونونو کي يې برخه اخيستې چي له هغې جملې څخه يو د ملګرو ملتونو د قانون له نظره د بېوزلو خلکو بسيا کول نومېږي. په دې موده کي نوموړى د امريکې د وکيلانو د نړيوال عدالت په پروګرام کي د قانون د حاکميت د پروژې د عالي مشورتي کمېټې غړى و، همدا رنګه د بروکنګ د موسسې (په نړۍ کي د امن او سولي د راتګ) د پروژې د عالي کمېټې غړيتوب يې هم درلود. او د دې په خوا کي يې نوري ډېري بشري چاري هم سرته رسولي چي د ټولو بيانول په دې لنډه ليکنه کي ناممکن دي.

    ښايي دا ساده مسئله نه وي چي ښاغلي غني لس کاله د افغانستان په څلور سوه کلن تاريخ او تېرو هېرو واقعاتو پسي پلټنه کوله او تر دې وروسته يې بيا د دغه زخمي هيواد د زخمونو د درمان لپاره تر خپله وسه لسيزي مبارزه کوله، بلکي د دې هڅي او تلاښ تر شا يو فکر پروت دئ، چي ښاغلى غني به هيڅ وخت آرام ته پرېنږدي. دا پټ او غلى احساس هغه دردوونکى کيفيت دئ، چي د شلمي پېړۍ ستر افغان جناب الفت يې هم آرام ته نه پرېښوده ويل به يې:

    يو پټ غلى احساس دئ چي آرام مي نه پرېږدي

    پر اور مي کړوي، لکه چي خام مي نه پرېږدي

    ډاکټر غني د افغاني ټولني له روايت او ثقافت څخه الهام اخيستى و، چي کلونه يې د دې ټاټوبي د صوفيه کرامو د پېښليک او ژوند او اند په راسپړنه تېر کړل، او لا تر اوسه هم د دې هيواد په اساسي مطالعه او څېړنه بوخت دئ.

    [سمادول] لاس ته راوړنې
    همدا راز سږکال د امريکا د تفت پوهنتون ښاغلي ډاکټر اشرف غني ته د نړ ېوال وطنوال تر عنوان لاندي د نړۍ ډېره ممتازه جايزه ورکړه، بايد وويل شي چي دا جايزه د نړۍ ډېرو کمو خلکو اخيستې، چي دا ځل يې يو افغان پروفيسر په اخيستو ونمانځل شو.

  6. Asad khan says:

    im a master of pashto litriture.

    i want teach pashto .

    • waqas ahmed says:

      asad bhi ap kasy hain plz ap kia mujay pasto sikha sktay hain plz bhi inkar mat karna mery zindagi ki yah sub say bari khuwaish hai plz bhi help me main ap ka yah ahsan zindagi bhar nahi bholon ga 0321_6031525 waqas ahmed from srgodha

    • ahmed says:

      asad bhai kiya ap mujhy sikha sakty hain

  7. Asad khan says:

    i m master of pashto . i want to teach pashto.

  8. Irfan ullah khan says:

    nan saba haga shairan wale na pada kege raweekh ke haga haga asal pokhtoon da noom pa aoredo ye pa khalko zalzala rashe afsos che halato da waje ma taleem hasil na kre sho ao rosto pate shom da staso tolo wroruron na me zra der khoshal sho che taso sara da pokhto ahsas kho shta ,za koshish kom che sa aoleekam ko aqal me kam ao rafta me kam de taso zama da sher aogorai ao ma ta aowaiay che za leekalae sham ao ka na ,, pa apso bande ka jwand she teredale ,, zama umer de janan sanga ye wakhlam ,, noom da yar da salor tako majmua da ,, kho jor shawe rata gran sanga ye wakhlam ,,

  9. Irfan ullah khan says:

    pa paso bande ka jwand she teredale , zama umer de janan sanga ye wakhlam , noom da yaar da salor tako majmua da , ko jor shawe rata gran sanga ye wakhlam

  10. anwarzaib says:

    za hum youe pakhtoon yeem sta shiriy me oukitali deer khoushalm shom

  11. Aftab Mallagori says:

    salamoona Pukhtanoo
    Umid laram che tek tak ba yaiyi. Der khushalegam che pukhtanoo ke dase kasan shta chi khple zabi sa bekacha mena sathe. Che zama da palaw na sumara kedai she khpla manda tharra ba waham. manana
    aftab mallagori
    khyber

  12. Abdul Qader Salarzai says:

    Grana mata staso da mrastai diar zaroorat dai zaka chai ma pms ta apply karai da aw pushto pakai ma salect karai da ….. no haghai engilsh tarjama hum da aw pushto na english ta hum …….. so help me…..

  13. Noor ul Basar Aman says:

    قېد و بند کښې تخليق شوے پښتو ادب
    (زنداني ادب)
    د جېلخانې د مېنځ چناره مولا دې ګل کړه چې جيليان دې بوئيوينه
    نورالبصر امن
    لکه څنګه چې جغرافيائي ماحول او چاپېرچل د انسان په وجود اثر پرېباسي، هم دغه شان د انسان په احساساتو، جذباتو، شعور، عقل، سوچ، فکر، تخيل او وجدان هم اثر غورځوي. او بيا اديب او شاعر خو د خپل ژور نظر او حساس ذهن له کبله د دغه اثر نه ډېر زيات متاثره کيږي، او چې کله دغه اثرات د انتها تر حده اورسي نو د قلم په ژبه کاغذ ته اوسپارلے شي او دغه شان “ادب” په وجود کښې راشي.
    د دنيا يو قانون هم د شاعر او اديب په سوچ، فکر او قلم پابندي نۀ شي لګولے، بلکې داسې قدغنونه ئې نور هم رااوپاروي. که چرې مونږ په عالمي ادب نظر اوزغلوؤ نو معلومه به شي چې د کومو ژبو اهلِ قلم د څۀ اسبابو د وجې نه په زندان کښې اچولے شوي دي، نو هغوئ د زندان دننه د هر قسم طوفانونو په مخکښې د “ادب” ډيوه روښانه ساتلې ده، او چې څېړنکارو دغه “زنداني ادب” د تحقيق او تنقيد په کاڼو تللے دے نو په هر لحاظ معياري او مقصدي ثابت شوے دے. بلکې د ادب د دنيا اکثر شاهکارونه په زندان کښې تخليق شوي دي.
    پښتنو د خپل ناقلاره چاپېرچل او کړمن ژوند باوجود هم لکه څنګه چې خپل ادب له په هر صنف کښې وده ورکړې ده هم دغه شان په “زنداني ادب” کښې هم د چا نه وروستو نۀ دي. د پښتنو سيمې ته مغل راغلے دے که فېرنګے، خپل راغلے دے او که پردے، خو چې د پښتنو په مرۍ کښې ئې د غلامۍ د غړوندي اچولو کوشش کړے دے نو دې آزاد فطرته قام که يو طرفته د دغې جواب په مېدانِ جنګ کښې په توره ورکړے دے نو بل طرفته ئې د “زندان” نه په قلمي جهاد هم ورکړے دے. پښتنو اديبانو او شاعرانو د زندان د تورو تمبو شا ته په زنځيرونو کښې تقريباً د ادب په هر صنف کښې طبع ازمائي کړې ده او داسې معياري او مقصدي زنداني ادب ئې تخليق کړے دے چې دنيا ورته ګوته په خُله ده.
    په پښتو ادب کښې چې د تحقيق کوم کاڼے خوشحال خان بابا په زندان کښې د “دستارنامې” په شکل کښې اېښے دے که نن هم د جديد تحقيق په کاڼو اوتللے شي نود يو شرشاهۍ کم و زيات امکان به پکښې نۀ وي. او لکه څنګه چې په پښتو ادب کښې د ډېرو اصنافو ابتداء ستر خوشحال بابا کړې ده هم دغه شان د “حبسياتي ادب” د ابتداء سره هم د خوشحال بابا په سر ده.
    د خوشحال بابا نه واخله تر دې دمه په پښتو کښې په مقصد، معيار او مقدار ښۀ پوره زنداني ادب تخليق شوے دے خو د بده مرغه دغې مقصدي زنداني ادب ته تر اوسه چا په مکمله توګه پام نۀ دے ګرځولے. د دې خبرې ډېر ضرورت محسوسېدو چې هغه د قلم خاوندان چې د څۀ وجوهاتو له کبله د زندان د تورو تمبو شاته شوي دي. او هغوئ د زندان د هر قسمه سختو باوجود د پښتو ژبې او ادب په اوږو دا احسان بار کړے دے. چې هغوئ خپل قيمتي جذبات او احساسات محفوظ کړي دي. نو دغه قيمتي ادب دې دنيا ته ولے ښکاره نۀ شي. د دې جذبې د لاندې زما دا اراده وه چې زۀ د پښتو په زنداني ادب تر خپله وسه د يو ادنٰى طالبعلم په حېث د تحقيق او تنقيد کار اوکړم. د خپلو مشرانو، استاذانو ملګرو په مشوره او د ډاکټر راج ولي شاه خټک صېب په خصوصي زيار زما د پي اېچ ډي تحقيقي مقالې دپاره سرخط “په قېدوبند کښې تخليق شوے د پښتو ادب” (زنداني ادب) ټاکلے شوے دے.
    د تحقيق په زړۀ چاودي کار کښې زۀ د ادب ټولو مئينانو ته دا خواست کووم چې چا ته هم د پښتو د زنداني ادب په حواله د موادو څۀ قسمه معلومات، مشورې او تجاويز وي، هغوئ دې مهرباني اوکړي او ما دې خبر کړي. زۀ به ستاسو د هر قسمه کومک منت بار او سترګې په لار يم.

    نورالبصرامن
    د پښتو ژبې او ادب مرکزپېښورپوهنتون
    خيبرپښتونخوا پاکستان
    00923009051746

  14. Majnoon says:

    ik wil graag pashto leren en schrijven lezen kan ik wl maar schrijven niet zo goed kan iemnd me helpen thnxx brothers and sisters

  15. waqas ahmed says:

    plz pasto sikhan dain plzzzzzzzzzzzzzzzzzzzzzzz 0321_6031525

    • Yousaf Sadiq "Shinwari" says:

      Salam Waqas Khan
      i hope you will be fine and smart and doing a great Job
      i will be able to teach you Pashto by Simply & Easily Way then you will be to have the ability to speak Pashto easily, automatically & fluently, if you wanna learn Pashto in reality then you have to contact me on +93-774-063475

  16. Hadi ullah Arsalan says:

    nan sa ba de pakhtano de zehnono de badlawalo lapara tol kar ka ve.nan che mong pa khebar pakhton khwa ke wagoro no 99feesada khalaq pa pashto lekaloo na poohege.ow ka sook pakhtoo waye pa ke nemaie urdu ve.zehnoona ye warta doomra badal kary che khpal tarekh na hum na khabara de .tol de punjab ghlaman de.warta 1 tarsforemer walagy bei warta sojdy ke.khodia de pree warah meege.

  17. SALAMONA…?

    Porta Sha Sahar Sho,
    Ae Nadana Che La Shpe Na Tar Sahara Khpal Khobona Krhe…
    RAHMAT Na Tapoos Ma Krha, Che Ye Starge Parhsedali Be Khobe Na Di…
    .
    shair zama khpal da Cmment rakai che sanga shair da? Rahmat Afghan

  18. سيدكريم خوستى

    ناست یــم ستا تــصویر ته تیر وخـتونو ته می وژړل
    سـتـا د بــیـلــتـانـه ډیـرو غــمـــونـو تـــه مـــی وژړل

    تا چـــی تــلـیـفــون وکــړ دوعا سلام د وړانـدې کړل
    ســـتــا دا ښکـلی غـــږ او سـلامـونـو تـه می وژړل

    لاړه چی ځوانې شی زما اشنا بیا بیرته نه راځې!
    سـتا د پــردیــسۍ ډیــــرو کـالـــونــو تــه مـی وژړل

    ستـا پـه لاس کـرلي ګـلان واړه غــوټـۍ شـوی دی
    بــیـا وخت د پـسرلي دی سـتا ګـلونـو ته می وژړل

    نه راځې خوستیا په زړه درد جوړ پـرې زخمونه دی
    نـن مــی د زړه درد او زړه زخــمـونـــو تـه مـی وژړل

    • Yousaf Sadiq "Shinwari" says:

      Salamona Rahmat Khan

      Zma Sara sta dh Sheer Dh Sefat Alfaz Nashta di Che yee derta Wowayem Kho Domra ba wowayem che Zhwandi Osi

  19. ـــه پردۍ شوه کـــــــورنـۍ پښتو * شــوه ګـــډه وډه مــــــورنـۍ پـــښتو *
    د نورو ژبــــو ترقـي وګــورئ * تر ټولو پاتې شوه وروستۍ پښتو *
    چا په ايران چا پاکستان خرڅه کړه * هـــم کابلۍ هــــــم پيښورۍ پــــښتو *
    بچــــي دې شول په نورو ژبو مين * درته يـــې جـــــوړه کړه زندۍ پښتو *
    که دا مـــو حال وي يو د بلـــه سـره * کلـه به پاتــې شــي ژوندۍ پښتو *
    راځــئ په ګډه يي ســره جوړه کړو بيا * هيواده! خپـله ګلالۍ پـښـتو

  20. بیا د ما ژواندون خواړلۍ الته سکوت وۍ
    چی ارمـان می رسیـدلۍ پـه سبـوت وۍ

    نه کیلـه وۍ نه مـلـټـه وۍنـه لـوکـټ وۍ
    نــه مـنـدتـه نـه انـګـوړۍ نـه امـبـروت وۍ

    نـه مـڼـه وۍ نـه انــګــور نــه خوربـوزه وۍ
    ارغنـجـاو وۍ یـا د سـتـری لاری تـوت وۍ

    عـادیــــلانــــو تــه د ګــلــو نـــه نـــازک وۍ
    زالـیـمــانــو تــه د فــلادو نــه مــزبــوت وۍ

    چی تا ریخ می ګران وطن پـری کوې ویـاړ
    زه مجبور هم په هغـو پـاسی مـربـوت وي

  21. درقيب انصاف

    داسې خو څـوک نکړي مشره ،هيردې خپل وګړي کړل
    خپل دې ټول پردي کــړل،رقيبان دې خپل ملګري کړل

    … ودې کــــــــــړل پخپله مشره،بل څوک ملامت نـه د ي
    خپل دې کـــړل کمزوري مشره،دوې دې پياوړي کړل

    هرڅه چور رقيب کـــــړل خوتهمت مشره په مونږ کوې
    دوې زمونږ دکــــــــورا وکهول ،هرڅه دړې وړې کـــړل

    ګــــوره رقيبان مشــــــره،کنځلې مو نيکو تـه کــــــړي
    دلتــه اوس پــــــــــرديو خپل نيکونــه نــوموړي کـــړل

    دوې د درغليو مشره،نـــــوئ ريکارډ ټينګ کــــــــړلو
    دوې په شيطانت کـــــــــې،شيطانان هم پورړي کـــــړل

    کـــــړه يي ننداره مشـــــره،انصاف تـــــه درقيب ګـــوره
    خپل يي ټول پوره کړل،دولس يي ټول نيمګړي کـــړل

    واوره دقيـــام مشـــره،ولــــس په ځــــــــان راټول کانده
    جګې ېې شملي وي څوک چه خپل ولس سرلوړي کړل

  22. که هر څو درته په اوښکو لوند ګریوان کړم
    زړه می نه منی چی ستا سترګی د ځان کړم
    بیــــــوسی به دومره جرم نه وی یــــــــاره
    وخت به راشی، بیا به زړه درنه قربان کړم

  23. ديار شونډو ته توبه دماتېدو ده
    شيخه نن ورته روژه دماتېدو ده

    که کاجل ورنه چاپېره چېرته نه شي
    ستا دسترګو فلسفه دماتېدو ده

    ديار غم ته يې زه نور هم ورنيږدې کړم
    ساقي ګوتو کې پياله دماتېدو ده

  24. وخت چي راغی د پشتو د نوم او ننګ
    پشتنه وم ځان مي مړ که په فرنګ
    چي پشتون وي او میړه وي څنګه کاندي
    د ظالم زورګیر پنجاب له جنګه څنګ

  25. جانانه زه دهــــــاغې ورځ په تمــه
    چې ته تکبيـــرکې يه قــربان ووايې
    زه په قيــــــام درته ټپه ټپــــــه شـم
    ته په رکـوع کې راته جـــان ووايې
    په هغه ورځ به مـوايمان شي کامـل
    … چې خپــل مـولا ته موږپه خپله ژبه
    په پاکه مينه يوه سجــــده کړې وي

  26. ستا د هجر زهر سکم په لپو لپو
    مړې مړې اوښکې تویوم په لپو لپو

    یار اول ځل نن راغلی زمونږ چم ته
    پرې ګلونه ورشیندم په لپو لپو

  27. پښتون ته

    ځان دې په خپله د پردو پسې تړلی دی
    پښتونه خپل واک دې بايللی دی
    ××××
    … توره تر لاسه شه پله خاوره خپل ايمان وګټه
    که ته ريښتونی يې پښتون پښتونستان وګټه
    بې غمه ناست يې غېرت چېرته درنه تللی دی
    پښتونه خپل واک دې بايللی دی
    ××××
    په خپل وطن کې يې بې کور دومره نادان ولې يې
    کمزوره نه يې له هيچانه نو بې ايمان ولې يې
    مظلوم ولس دې تورو شپو کې غورځېدلی دی
    پښتونه خپل واک دې بايللی دی
    ××××
    دا خو منم چې خوله لرې خو غږېدلای نشې
    پوهيږم سترګې خو دې شته څه پرې ليدلای نشې
    داسې سړی مې په بتانو کې شمېرلی دی

    پښتونه خپل واک دې بايللی دی
    ××××
    ننګ او غېرت چې پکې نه وي دا ځوانان څه په کار
    چې غم دخلکو وطن نه خوري دا مشران څه په کار
    داسې غافلو پښتنو مې زړۀ رېبلی دی
    پښتونه خپل واک دې بايللی دی
    ××××
    مخ دې يې تور شي چې پښتو او شجاعت نه لري
    هغه نر نه دی چې مېړانه کلک همت نه لري
    بې ننګ پښتون خو خوشحال خان بابا رټلی دی
    پښتونه خپل واک دې بايللی دی
    ××××
    روغ لېونيه هر سړی چې غلامي کړي د بل
    مرګ به پرې ښه وي څوک چې دا شان بندګي کړي د بل
    دغه بدبخته له پښتو ځينې وتلی دی
    پښتونه خپل واک دې بايللی دی

  28. ستا په پاکه مینه پایم
    زه صفا حالونه وایم
    څوک که ژاړي او که خاندي
    په محفل کې به دې ستایم
    خبر نه یم د دنیا نه
    … ستا په سوچ کې مبتلا یم
    دنیا اور شي پروا نشته
    تا چې ووینم په خندا یم
    ستا وفا چې ما سره وي
    بی پروا دې دې دنیا یم

  29. ړګيه لاړو مسافر شو جانان
    زموږ له كلي نه بهر شو جانان
    سوال او زارۍ مې ورته ډيرې وكړې
    خداى خبر ولې مرور شو جانان
    زما دردونو فريادو ورته څه پته ده
    … چيغې به وكړي كه خبر شو جانان
    زه ورته لار كې د راتلو ولاړ يم
    دكوم غماز د كلا ور شو جانان
    د پيراخيلو په كوڅه كې پرې ګلان وريدل
    خوښي يې نه شوې معتبر شو جانان

  30. شوګيري دي ستا يادونه دي او زه يم
    شپه كه ورځ ده ستا غمونه دي او زه يم

    ستا وو حسن زما ځواني وه هغه ولاړه
    ګردچاپيره ستا فكرونه دي او زه يم

    غم دزړه دي چي په تا باندي مين سو
    ستا كوڅې دي ستا كورونه دي او زه يم

    ستا په يادكي چي تنها ځان سره ژاړم
    تصوركي ستا خيالونه دي او زه يم

    ته چي ولاړې زه ملنګ سوم ستا دكلي
    يو پوپل دي ستا نازونه دي او زه يم

  31. د گل نیووته می ازغی نه ﭘږﭔږی.
    ڈکو پیا لو ته می ساقی نه ﭘږﭔږی.
    یا ره سری شوﻧڈ د خندا لره دی.
    ما خو خندا ته اسویلی نه ﭘږﭔږی.
    وطن دستا دلاسه نه پر ﭔږدمه.
    … دلته می خپله غریبی نه ﭘږﭔږی.
    “فضله ” مه ورزه ﭘښیمانه به شی.
    یار په محفل کښی لیونی نه ﭘږﭔږی .

  32. کاشکې تللی وای له ځــــــــانه چېرته لري
    له دې خلکو له جهــــــــــــانه چېرتــــــه لري
    زما زړه کور د غمو او اندیښنو دی
    لاړ شه بل ځای ته ارمانه چېرته لري
    دلته خلک قدر نه کوي د میني
    … ځه چې وتښتو جانانه چېرته لري
    دا په کوم ځای کې شوم پاتې خبر نه یم
    زه د عشق له کاروانه چېرته لري
    بیا یې قدر ور معلوم شي ،بیا خفه وي
    څوک چې لاړ شي له یو چانه چېرته لري
    دا جنګونه او دا شر خدایه ته یوسې
    بس یو خوا ته له افغانه چېرته لري
    که مې څه مجبوري نه وای ګوهر وايي
    زه به نه تلم له جانانه چېرته لري

  33. افغان وژني

    چه انسان خپله ،دښمن دانسان جوړ شي
    هسې نوم یی دانسان وي،شيطان جوړشي

    … تا اشرف المخلوقات پيدادي خدايه
    وروسته ولې ترې خونخواره ليوان جوړشي

    انسان ګوره چه په خپل لاس انسان وژني
    زاړه وژني،ځوانان وژني،کوچنيان وژني

    دانسان نوم ورته نه ښايي، نورخدايه
    څوک چه پلاروژني،موروژني اوځان وژني

    زړونه ندي،هسې کاڼي دي سينوکې
    چه په خوب ويده معصوم ،ماشومان وژني

    څه ګيله به له کافر،ددين دښمن کړم
    مسلمان ورورمې،خپل ورورمسلمان وژني

    څوک ځانونه ستا ددين پتنګان بولي
    ستا رضاته ستا ددين ،عاشقان وژني

    لويه خدايه مونږ عاجز بندګان ستا يو
    دلته ستا په نوم څوک ستا بندګان وژني

    داسلام په نوم دښمن داسلام،جوړدي
    دوی په هرځای کې ،پيرو دقران وژني

    خدايه خپل مو دپردو مزدوران جوړشول
    مونږپه خپلودپردو اجيران وژ ني

    اوس قيام ته دومره پته لګي خدايه
    که کافرکه مسلمان دئ،افغان ژني

  34. Alamgir khan Mandokhail says:

    Pashto yo tarikhi zuban ow da gardo zabano za zor tarkih larai.Zomzh ba haseeyat PAshtana da da zuban ehtram ow khayal wa sato.
    Regards;

    Alamgir khan Mandokhail
    Provincial Coordinator
    UNICEF Monitoring Team;
    HRDS Balochistan.
    Human Resource Development Society [HRDS]

  35. pushtu zamong yaw morani zaba da kho bia hum nan mong pa pukhtu har haga sa nasho likalai kom cchi nan mong ta zaroarat dai

  36. Aysha Akhter says:

    We must need to help them as much possible. In my a common man can not do it we have to be provoke our Politicians.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / Change )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / Change )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / Change )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / Change )

Connecting to %s

%d bloggers like this: